امام صاحب خلک کورونو ته ستانه شول

comments 0

هندوکش ـ تالقان:د کندز امام صاحب ولسوالۍ هغو سیمو ته خلک بیرته ستانه شول چې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو له کبله کډه شوې و.

خپلو مېنو ته ستانه شوي خلک خوښ دي چې سرپنا ته یې راوګرځیدل او د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د کندز والي وایي، سیمو کې به د امنیت د خوندیتوب لپاره پوستې ځای په ځای کړي.

د کندز اسدالله عمر خېل بیا سیمې ته د خلکو راستنېدل د خپل پیل شوو عملیاتو د بریا یوه بېلګه بولي.

عمرخېل وایې، ګڼ طالبان یې وژلي او په نیول شوو سیمو کې به ثابتي پوستې جوړې کړي.

د وروستیو نښتو له امله په کندز کې شاوخوا لس زره کسان بې ځایه شوي چې د چارواکو په خبره له اته زره سره یې یو اندازه مرستې شوي هغه څه چې خلک پر قناعت نلري.

Comments

Leave a Reply