الینګار کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د الینګار ولسوالۍ اړونده سیمو کې عملیات کړي چې ۷ طالبان یې وژلي او درې مشکوک کسان یې نیولي دي.
د ځواک په خبره، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې، سلینګار، نیمنانیو او شینګاریو په سیمو کې چرته چې د مخالفینو اصلي پټنځایونه او ځالې دي، خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د امرالله په نوم د مخالفینو یو مشهور قوماندان او د نوموړي د مرستیال حمدالله مشهور په ابوبکر په ګډون په کې اووه کسه مخالفین وژل شوي دي .
سرحدي ځواک وایي، یاد سرګروپ او وژل شوي نور مخالفین هغه کسان و چې په الینګار ولسوالۍ سربېره یې د مرکز په ځینو سیمو او دغه راز غربي نورستان ته د غځېدلې لوی لارې په اوږدو کې یې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د وسلو په قاچاق او د بې ګنا انسانانو د وینو په تویولو کې لاس درلود .
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply