الینګار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت مقام وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګر درې شغالانو، مندوزیو او شاوخوا سیمو کې ځانګړي عملیات کړي چې د طالبانو مهم کسان یې وژلي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د لومړنیو معلوماتو له مخې د عملیاتو کې د مبارز په نوم د مخالفینو یو مشهور قوماندان رحیم الله او دوه تنه نور چې شهرت یې لا څرګند نه دي، وژل شوي او د قوماندان جانان په ګډون ګڼ شمېر نور سخت ټپيان دي.
د ځواک په خبره وژل شوي سرګروپ به نورستان ته په غځیدلې لار ورانکارې کړنې ترسره کولې، ماینونه به یې ايښودل اوخلک به یې هدفي وژل .
ځواک وايي، رحیم الله له وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وه، چې تېره شپه پرې د تخنیکي او کشفي معلوماتو تر بشپړېدو وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply