الینګار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ لغمان: د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ختیځ کې د ۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزی وایي، تېره ورځ د لغمان الینګار ولسوالۍ په کله ګوش سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د یوسفزي په خبره په نښته کې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
یوسفزي وایي، په دغه نښته کې له طالبانو دوه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتي او بېلابېل ډول وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.
فرهاد شهراني

Comments