الیشنګ طالب ضد عملیات پيل شول

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت مقام وایي، الیشنګ ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي او تر هغې به دوام وکړي چې دا ډله له پښو وغورځوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، عملیات د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره پیل شوي دي.
تر اوسه د دې عملیاتو پروړاندې طالبانو وسله وال مقاومت نه دی کړی.
عملیاتو کې د افغان ګډو ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي ځواک هم د تیارسۍ په حال کې دی.
افغان ځواکونه په پام کې لري چې عملیات ټولو هغو سیمو کې وکړي چې طالبان پکې ورانکارې کړنې ترسره کوي.
فرهاد شهراني

Comments