الیسون بلیک: افغانان یوې تلپاتې سولې ته هيله لري؛ طالبان د سولې پر مختګ لپاره د اوربند وکړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د برېتانیا له سفیرې آلیسون بلیک سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن پنچ شنبه د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې او په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا د سفیرې له خولې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د پرمختګ لپاره اوربند خورا مهم او اړین دی.
مېرمن بلیک ټینګار کړي، باید د تاوتریخوالي کموالي لپاره اقدامات وشي او د دغه بهیر د څار لپاره باید یو ځانګړی میکانیزم رامنځ ته شي.
نوموړي ویلي، بین الافغاني خبرې پيل شوې او د سولې په برخه کې د پیل شوو هڅو د بریا لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمول خورا مهم دي.
هغې له افغان حکومت او د سولې له پروسې د برېتانیا پر ملاتړ ټینګار کړی وايي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تر دې هم پیاوړې کړي.
کابل کې د برېتانیا سفیرې د بین الافغاني خبرو پیل یوه مهمه لاس ته راوړنه بللې ده او د دې بهیر د بریا هیله یې څرګنده کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments