المان د ترهګرۍ ضد مبارزې باندې ټینګار کړی

comments 0

هندوکش – کابل: جرمني په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
تیره ورځ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د بهرونیو چارو وزارت له مرستیال انډریس میچالیس سره په ټیلفوني خبرو کې د جرمني د اقتصادي او نظامي همکاریو له دوام غوښتنه او مننه کړې .
د جرمني د بهرونیو چارو وزارت مرستیال میچالیس د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د خلکو او ځواکونو له هدفمندې مبارزې ستاینه کړې او د افغان حکومت له لوري یې د اوربند اعلان پر ځای ګام بللی.
نوموړي د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړی او له افغانانو سره یې د جرمني د څو اړخیزو مرستو پر دوام ټینګار کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments