المان افغانستان کې خپل سرتیري زیاتوي

comments 0

هندوکش – بلخ: د المان دفاع وزیرې، یوریسلا اندیرلین ویلي، غواړي افغانستان کې د ځواکونو شمېر زیات کړي تر څو د افغان حکومت کنترول او حاکمیت په سیمو کې زیات شي.
نوموړې چې خپل پوځيانو ته یې په مزارشریف کې وینا کړې ویلي، افغان ځواکونه مشورو او لا ډېرو زده کړو ته اړتیا لري، تر څو د جګړې په ډګر کې بریالي اوسي.
اندیرلین زیاته کړې چې د جرمني پارلمان به د افغانستان وضعیت په کتو او له وخت سره سم د جرمني سرتېرو لېږل تایید کړي.
له دې وړاندې د دوشنبې پر ورځ نوموړې نیوکه کړې وه چې ګني له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تګ د افغانستان امنیت ته نه جبرانېدونکې ضربه رسولې.
اوس مهال جرمني په افغانستان کې نږدې زر سرتېري لري چې ډېری یې د هېواد په شمال کې مېشت دي.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply