المان:افغانستان کي د ترهګرو جرړې باسو

comments 0

هندوکش – مونیخ: المان د مونیخ په غونډه کې بیا ټینګار کړی چې د ټولو لپاره به دا ښه وي چې افغانستان کې د جګړې جرړې له منځه یوسي.
د المان د دفاع وزیرې ویلي چې دوی د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان کې د سرتېرو او مشاورینو شمېر زیاتوي او نور هېوادونه دې هم د المان تګلاره تعقیب کړي.
په دې غونډه کې ملګرو ملتونو انديښنه ښودلې چې د افغانستان جګړې نوې بڼه خپله کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې افغانستان کې ترهګري ټول هېوادونه ګواښي او د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې هېوادونه صادقانه همکاري وکړي.
ملګرو ملتونو د مونیخ په کنفرانس کې ډاډ ښودلی چې له افغانستان سره به وي او دا هېواد به هیڅکله پرینږدي چې یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply