المار کې د طالبانو په یو مرکز برید شوی

comments 0

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ مسوولین وايي، تېره شپه د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو مرکز هوایي برید شوی چې ۷ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول نصرت الله جمشیدي وایي، برید افغان ځواکونو د کشفي راپور له مخې کړی چې څلور طالبان پکې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په وژل شویو کسانو کې د طالبانو ځایي مهم قومندانان هم شامل دي.
د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو د فاریاب مرکز، میمنې ښار کې دوه تنه قاچاق وړونکي له ۲۱ کیلو ګرامه تریاکو سره نیولې دي.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply