الله داد فدایي: نور پر طالبانو رحم مه کوۍ

comments 0

هندوکش – بغلان: په بغلان کې چارواکي وایي چې که چیرې طالبان سولې په برخه کې له حکومته ملاتړ نه کوي نو لازمه ده چې پرې رحم ونه شي.
د بغلان امنیه قومندان الله داد فدايي خپلو سرتیرو ته په وینا کې ویلي، «نور پر طالبانو رحم مه کوئ!»
که څه هم بغلان کې ډېری وخت جګړې خبرونه ورکول کېږي، امنیه قومندان تازه ويلي هغوی چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، «له دې وروسته باید پرې رحم ونه شي!»
د هغه په وینا دا امر ځکه کوي چې که طالبان له «سولې سره یو ځای شي» نو دوی به پرې «کار» ونه لري.

د بغلان امنیه قومندان په داسې حال کې د جګړې د ګرمولو لپاره پورته امر کوي، چې د بغلان تر څنګ په کندوز کې همدا تېره شپه اوه تنه عسکر طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي.
دا په په داسې حال کې ده چې تردې وړاندی د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د دولت ضد او پنجابي پلوو طالبانو ګن شمیر کسان بادغیس کې وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Comments