السیسي بیا ټاکنې وګټلې

comments 0

هندوکش – مصر: فتاح السیسي د دویم ځل لپاره د مصر د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
السیسي دویم دور ولسمشریزې ټاکنې د ۹۷ سلنه رایو په اخیستلو سره وګټلې.
سیسي د محمد مرسي پر حکومت له کودتا وروسته ولسمشر شو چې لومړي ځل ټاکنې یې هم په غوڅ اکثریت ګټلې وې.
د السیسي پر حکومت نیوکه ده چې د امریکا کلک ملاتړ ورسره دی او محمد مرسي او ملګري یې بې ګناه زندانیان کړي دي.
سیسي د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې په راتلونکې دوره کې به روغتیايي او تعلیمي برخې ته ډیره پاملرنه وکړي.
عزت الله تبیان

Comments