افغان کمانډو ځواکونو شمېر به دوه برابره کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امری ورکړ چې د کماندو ځواکونو تشکیل دوه برابره شي او د کابل امنیت تینګښت په اړه طرح جوړه شي.
ارګ نه په خپور شوي اعلاميه کې راغلي دي چې اشرف غني دا څرګندونې تېره شپه له امنیتي او دفاعي مسؤلینو سره د لیدو پر مهال کړي دي.
اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې له دې وروسته هېڅ څوک نشي کولی د کوماندو ځواکونو څخه د شخصي ساتونکو په توګه کار واخلي.
ولسمشر امنیتي او دفاعي چارواکو ته ویلي چې تاسو کولای شو چې بل مسلک ولړي خو تاسو ملاتړلي او غواړي افغانستان او خپلې خاوری ته خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د تیرو دوو کلنو په پرتله افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې امنیتي او دفاعي چارواکو د ځینو امنیتي مسایلو لکه د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو، د کابل ګارنېزیون په چوکاټ کې د نوې لوای جوړولو، د غیرمسؤلو وسله‌والو څخه د وسلو راټولو، د بې اسنادو او تورو ښيښو موټرو درولو، د کابل د ټرافیکو سیستم کمپیوتري کولو، په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو او نورو امنیتي تدابیرو په اړه ولسمشر ته وړاندیزونه ورکړل.
په تېره یوه میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښي ډېري شوي دي او د چارواکو اندېښنې یې راپارولي دي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply