افغان کمانډو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۴۲ بندیان ازاد کړي ـ دفاع وزارت

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد کړي دي.
دفاع وزارت نن سې شنبه فبروري ۱۶ (سلواغې۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد بندیان تیره شپه په «مرکزي بغلان» ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له زندان څخه خلاص شوي دي.
د دفاع وزات په اعلامیه کې راغلي:”تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت”مرکزي بغلان” ولسوالۍ”علی خواجه” اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندانه ۴۲ کسان خوشي کړي.”
بیان زیاتوي چې په ازاد شوو بندیانو کې ۲۵ پوځي او ۱۷ ملکي کسان شامل دي.
پر همدې مهال د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري هم د یاد خبر په تائید سره ویلي چې په ازاد شوو کسانو کې شپږ تنه د ملي اردو منسوبین، ۱۹ تنه پولیس او ۱۷ تنه ملکي وګړي شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په بغلان ولایت کې د هغوی پر زندان د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان دفاع وزارت د روانې سلواغې میاشتې پر اوومه نېټه په لوګر ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د ۲۲ تنو د ازادولو خبر ورکړی و.
د افغانستان دفاع وزارت په تیره شااوخوا یوه میاشت کې په هلمند ولایت کې هم د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه د ۳۵ بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.
دفاع وزارت په روان کال کې ویلي و چې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونه بندیان ازاد کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments