افغان کرکټ ملي لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – هندوستان: تاکل شوې چې افغانستان او بنګلدیش دری شل اوریزه لوبې ترسره کړي چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان وتوانیده بنګلدیش ته په 13 منډو ماته ورکړي.
افغانستان او بنګلدیش ترمنځ شل اوریزه لوبه چې هند کې د افغانستان په کوربه توب په لاره اچول شوې ده تیره ورځ په لومړي لوبه کې افغانستان وتوانیده بنګله دیش لوبډلې ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.
خو بنګلدیش د ټولو لوبغاړیو په سوځول ونتوانیده یاد هدف پوره کړي او یواځې 122 منډې جوړې کړې.
د پرون شپې غوره لوبغاړی راشد خان شو چې درې ویکټې یې په ۱۳ منډو واخېستې.
نوموړي تلویزیون سره په مرکې کې وویل،”ما خپل عادي بالنګ وکړ. کوښښ مې وکړ چې بیټسمن ته د شاټ چانس ورنه کړم. دا ډېر ښه میدان و. لږ څه نم و خو همدې نم برعکس زما بال نور هم ښه تاو کړ. په هر صورت ډېر ښه میدان و او ما له خپل بالنګ څخه خوند واخېست.”
اخوا د کرکټ ملي ټیم کپټان اصغر ستانکزي هیله وښوده چې د لومړۍ لوبې ګټل د ټورنمنټ د ګټلو لار هواره کړه.
افغانستان به سبا او دوه ورځې وروسته دوه پاتې شل اوریزې لوبې هم له بنګله دیش سره وکړي.
آرش احساس

Comments