افغان کرکټ ملي لوبډله نن بنګلدیش سره لوبیږي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: افغانستان او بنګلدیش ترمنځ شل اوریزه لوبه نن د افغانستان په کوربه توب د هندوستان دهرادون ښار په راجیف ګاندي نړیوال سټډیوم کې ترسره کیږي.
دا لړې چې درې سیالۍ لړي نړیوال په کچه رنکینګ کې کیداې شي توپیر رامنځته کړي.
د کرکټ بورد چارواکو په وینا، روانې سیالۍ د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې باید د څلور اووره کرکټ د نړیوال جام په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره د روان میلادي کال تر پایه، د نړۍ په اتو غوره لوبډلو کې خپل ځای وساتي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره ۴۰ ورځې په هند کې تمرین کاوه.
د افغانستان کرکټ بورډ همدا راز پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۲» اعلان وکړ چې بيټسمن، حضرت ځاځی یې له‎دې امله چې له بنګله‎دېش سره په تمریني مسابقه کې یې ښه لوبه کړې وه، د افغانستان ټیم ته چې نن به د بنګله‎دېش سره په مسابقه کې ګډون کوي ور اضافه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغان کرکټ لوبغاړي نړیوال په کچه ښه ځلیدلي او ولیدل شي چې هند او بنګلدیش پر وړاندې څه رنګه لوبه ترسره کوي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments