په يوه بېساري اقدام کې د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لوبډلې د يوې داوطلبۍ له لارې په لوړو بیو په امتیاز ورکړې.
د کرکت بورد ویاند ښاغلی فرید هوتک رسنیو ته ووبل چې د شپږیزې لیګ شپږ لوبډلې په يوه ځانګړي پرواګرام کې چې د هېواد بېلابېلو سوداګرو پهکې ګډون کړی، داوطلبۍ ته وړاندې شوي چې يادې ټولې لوبډلې د شپږو لکو امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلو سوداګرو وپېرلې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د بند امیر لوبډله د راشد ارمان په لوبډلمشرۍ په ۱۵۰ زره امریکايي ډالره، د امو نهنګان د میرویس اشرف په لوبډلمشرۍ په ۱۱۰ زره امریکايي ډالره، مس عینک د نبي عیسیخېل په لوبډلمشرۍ په ۹۰ زره امریکايي ډالره، بوست ساتونکي د شاهپور ځدراڼ په لوبډلمشرۍ په ۸۰ زره امریکايي ډالره، سپينغر لوبډله د شفیقالله شفق په لوبډلمشرۍ په ۶۹ زره امریکايي ډالره او د کابل بازانو لوبډله د اصغر ستانکزي په مشرۍ په ۸۹ زره امریکايي ډالرو بېلابېلو سوداګرو ته په امتیاز ورکړل شوي دي.
افغان کرکټ لیګ سیالیو لوبډلې بېلابېلو سوداګرو وپېرلې!

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.