افغان کرکټ لوبډلې ریکارډونو ترڅنګ دوهمه شل اوریزه لوبه هم وګتله

comments 0

هندوکش – کابل: کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې افغانستان له ایرلینډ څخه دویمه شل اوریزه لوبه وګټله.

د خبر له مخې افغان کرکټ لوبډلې یادې سیالې کې درې ریکاردونه یعنې په شل اوریزو لوبو کې د ستر هدف، اوږد اوپینینګ پارټینرشیف او په یوه لوبه کې د یوه لوبغاړي او د ټیم لخوا د زیاتو شپږیزو نړیوال ریکارډونه ثبت کړل.

افغانستان له ایرلینډ څخه د روان سریز دویمه شل اوریزه لوبه وګټله او د شل اوریزو لوبو سریز یې په خپل نوم کړ. افغان لوبغاړو په دغه لوبه کې د کلونو کلونو نړیوال ریکارډونه مات کړل.

د لوبې ټاس افغانستان وګاټه او اصغر د لومړي بېټینګ کولو پرېکړه وکړه. حضرت الله ځاځی او عثمان غني د لوبې د پیل لپاره میدان ته راښکته شول او له پیله یې چټکه لوبه پیل کړه. ځاځی او غني تر ۲۳۶ منډو پورې اوپینینګ پارټینرشیف وغځاوه او په دې سره یې د اوږد پارټینرشیف نړیوال ریکارډ جوړ کړ. عثمان غني په ۷۳ منډو وسوځېد خو حضرت الله تر پایه ولاړ و. افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو ریکارډ مات او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۹ منډو خورا ستر هدف کېښود. حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او په دې سره په نړیواله کچه درېیم چټک لوبغاړی شو چې په کمو توپونو یې سل منډې پوره کړې. د دې ترڅنګ حضرت الله په یوه لوبه کې د ډېرو (۱۶) شپږیزو ریکارډ هم په خپل نوم کړ. ایرلنډۍ لوبډلې هم په بېټینګ کې بریالی او چټک پیل وکړ. سټرلینګ او کېوین اوبراین په کابو ۱۲ اورونو کې د ۱۲۶ منډو ملګرتیا وکړه خو د راشدخان او کریم جنت ښه بالینګ د ایرلنډ بېټینګ ارډر چټکې لوبې ته پرېنښودل او یو پر بل پسې یې وسوځول. راشد خان څلور، مجیب ځدران او فرید ملک یو یو لوبغاړی وسوځاوه او د ۸۴ منډو په ستر توپیر یې ایرلنډ ته ماتې ورکړه. د روان سریز درېیمه لوبه به نن وشي.

آرش احساس

Comments