افغان کرکټ لوبډلې آیرلند سره سریزې په موخه هند کې تمرینات پیل کړل

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خپرونو کې راغلي چې، دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلی خپل تمرینات دهندوستان په بنګلورښار کې پیل کړل.
په دغه تمریناتي کمپ کي د افغانستان ۴۴ لوبغاړي شامل دي چي له دی ډلي به يي ۲۰ غوره لوبغاړي دایرلنډ په وړاندي سیالیوته غوره شي.
دافغانستان دکرکټ بورډ دمعلوماتو له مخي دغه ۲۲ ورځني تمریناتي کمپ دایرلنډ په وړاندي راتلونکي سیریزاود۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیوته دچمتووالي په هدف تره سره کیږي.
دکرکټ بورد مسوولینوداهم وویل چي په دغه تمریناتي کمپ کي دنوروبرخو ترڅنګ په تیزتوب اجوني هم ډیرتمرکزکیږي څویوشمیرتیزبالران دنړیوال جام سیالیوته چمتوکړي.
آرش احساس

Comments