افغان کرکټ لوبډله نن آیرلنډ پر وړاندې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کوي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نن افغان ملي کرکټ لوبډله له ايرلنډ لوبډلې سره لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه وکړي.
دغه لوبه د ايرلنډ په کوربه توب په بېلفاسټ لوبغالي کې نن ماسپښين دوه بجې او پنځه څلوېښت دقيقې باندې پيلېږي.
افغانستان له ايرلنډ سره په روانه اوونۍ کې درې يو ورځينۍ لوبې کوی چې لومړۍ پنځوس اوريزه به نن دوشنبه ترسره شي.

تر دې مخکې افغانستان له ايرلنډ څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ پر صفر دوه وګټله چې دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه د باران د وریدو او د لوبغالي د لمدیدو له کبله پاتې شوه.
حضرت الله ځاځی په تیرو لوبو کې د ډیرې ښې توپوهنې له کبله ددغې لوبلړۍ (سیریز) غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کرکټ بورډ مسوولینو په وينا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یادو لوبو وروسته عربي اماراتو ته ځي او د اسياجام په هغه سياليو کې ګډون کوي چې د سپتمبر په پنځلسمه نيټه پېل کېږي.
آرش احساس

Comments