افغان کرکټ لوبډله: ایرلنډ سره د لوبې لپاره چمتووالی روان دی

comments 0

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي وایي، له ایرلنډ سره د لوبې لپاره یې کلک چمتووالی روان کړی دی.
افغان ټیم په انګلستان کې دی چېرته چې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا ورته د پنځلسو ورځو لپاره تمریني کمپ جوړ شوی دی.
د کرکټ د ملي ټیم الرونډر ګلبدین نایب په یوه تمریني ویډیو کې چې د کرکټ بورډ ټویټر خپره کړې په دې اړه وویل:
“زموږ لوبې له ایرلنډ سره دي. درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې دي. زموږ کوم چمتووالی چې روان دی ډېر ښه دی. موږ د لوبو لپاره انشاالله پوره اماده یو. کوښښ به کوو چې ښې لوبې ترسره کړو.”
افغانستان وروستی ځل سږکال د مارچ په ۲۳مه له ایرلنډ سره یو ورځنۍ لوبه کړې وه چې ترې ګټلې یې وه.
تر دې مخکې افغان ټیم د هند په وړاندې یو ټیسټ وبایله خو په درېیو شل اوریزو لوبو کې یې بنګله دیش ته پرله پسې ماته ورکړه.
سرچینه : آزادي رادیو

Comments