افغان کرکټيانو بیا پاکستانيان مات کړل

comments 0

هندوکش: د افغانستان د ۱۹ كلنو د كركټ لوبډلې په نړۍ وال جام سيالۍ كې پاكستان مات کړ.

یاده لوبه چې لومړۍ هغه وه افغان لوبغاړو وکولای شوای خپل سيال مات کړي.

دا پنځوس اوريزه لوبه تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار پاى ته ورسېده.

د لوبې پچه د پاكستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.

پاكستانۍ لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۸۹ منډې هدف وټاكه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پاكستان ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د سريلانكا په وړاندې ترسره كړي.

د افغان لوبډلې دا بريا په ټولنیزو پاڼو کې ډیره زياته ستايل شوې.

د کرکټ بورډ وايي چې ددې بورډ رئيس عاطف مشعل هم له ملي لوبډلې سره د خبرو پر مهال دوی ته مبارکي ورکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply