افغان کرکت لوبډلې په یوه ورځنې لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – شارجه: په شارجه کې د افغان او زیمبابوی ترمنځ په یوه ورځنې لوبه کې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې زیمبابوې ته ماتې ورکړه.
لوبه چې د افغانستان په کوربه توب د عربي متحده اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کي رامنځته شوې وه افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته د زمبابوې لوبډلي ته د ۳۳۴ منډو هدف ورکړ چي زمبابوې ونسو کړای پوره یې کړي.
د زمبابوې ټوله لوبډله د لوبي په پنځه دیرشم اور کي د ۱۷۹ منډو کولو څخه وروسته وسوځیدله او افغانستان دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کي تر ټولو زیاتي مڼدي رحمت شاه زرمتي وکړلې. هغه ۱۱۴ منډي وکړلې او د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.
نجیب الله ځدران په دغه لوبه کي ۸۱ او احسان الله جنت ۵۴ منډي وکړلې. د توپ اچوني په برخه کي بیا راشد خان څلور او مجیب ځدران د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان د دې لوبي څخه وړاندي د زمبابوې څخه د شلو اورونو د لوبو لړۍ هم ګټلې وه. د افغانستان او زمبابوې د لوبډلو تر منځ د روانو سیالیو دوهمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ (فبروري ۱۱مه) په همدې لوبغالي کي کیږي.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply