افغان ښځينه پولیسې ترکیه کې له زده کړو فارغې شوې

comments 0

هندوکش – ترکیه: په ترکیه کې د افغان پوځ پنځه اویا ښځینه افسرانې له پوځي زدکړو وروسته فارغې شوې
د ترکیې د اناتولیا شبکې خبر له مخې د افغان پوځ دغه ښځینه افسرانو تېره ورځ په ترکیه کې خپلې پوځي روزنو دوره بشپړه کړه.
دغو افسرانو خپل بري لیکونه د ترکیې په جنوبي ولایت انتالیا کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړل.
ویل کېږي دغو افغان ښځینه افسرانو په اداره، بشري منابعو، مالیې او لوژیستیکي برخو کې نهه میاشتنې روزنه لیدلې.
وحید امان

Comments

Leave a Reply