افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو یو مهم غړی وژلی

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهارامنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام په پایله کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ کړ او په ځوابیه ډزو کې یې د طالبانو یو مهم قوماندان احمد قصاب وژلی دی.
چارواکي زیاتوي، چې وژل شوی طالب وسلوال په پنجوايي ولسوالۍ کې په وژنو، چاودنو او د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې په بریدونو کې لاس درلود.
دوی همدا راز زیاتوي، چې نوموړي طالب وسلوال په پنجوايي ولسوالۍ کې د حقاني شبکې سره هم اړیکې درلودې.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلي.
عبدالله اڅکزی

Comments