افغان ځواکونو پکتیا کې ۱ طالب قوماندان نیولی دی

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې دافغان ځانګړو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۱تن طالب قوماندان، چې په سیمه کې په وژنو، چاودنو او نور ډول، ډول ترهګریزو پیښو کې لاس درلود نیولي دی.
د پکتیا ولایت ځایی چارواکي وايي، چې په ترسره شوو تصفیوي عملیاتو کې دیوه تن طالب وسلوال په نیول کیدو سربیره دطالبانو دوسلو او مهماتو یوه مهمه ډیپوه کشف او وسلې یې افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments