افغان ځواکونو په کونړ ولایت کې ۲ تنه داعش وسلوال نیولي دي

comments 0

هندکش ــ کونړ: د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت په مربوطاتو کې ۲ تنه داعش وسلوال، چې په یاد ولایت کې یې یې افغان حکومت په وړاندې تبلیغات ترسره کول نیولي دي.
نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعترف کړی او د لا زیاتو پوښتنو او ګرویږنو په موخه عدلي او قضايي ارګانوته معرفي شي.
په عین حال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو دکړنو ستاینه کړې او زیاته کړې ده، چې په هرډول شرایطو کې به د افغان ځواکونو ملاتړ کوو.
فرهاد شهراني

Comments