افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې ۱۵وسلوال طالبان وژلي دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۱۵تنه طالب وسلوال طالبان وژل شوي.
د کندهار ولایت ځايی چارواکي وايي، چې دافغان ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې د۱۵تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربېره د طالبانو دوسلوالو او مهماتو یوه ډیپوه، چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې موجودې وې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وايي، چې په دې ورستیو کې د طالبانو پرضد عملیات پراخ شوي، افغان ځواکونه هڅه کوي، چې د دوی وسلوال فعالیتونه له منځه یوسي.
عبدالله اڅکزی

Comments