افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې ۱۱ کړۍ ماینونه کشف کړي او له خونړیو چاودونوڅخه یې مخنیوی کړی دی

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړوځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ
کې ۱۱ کړۍ ماینونه کشف کړي او له خونړیو چاودونو څخه یې مخنیوی کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړي ماینونه د طالب وسلوالو له لوري د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونونود وژنې په موخه ځای پرځای کړی و، چې دافغان ځواکونو له لوري کشف او له منځه یوړل شو.
په ورته مهال کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې نور دطالبانو له ظلمونو او وحشتونو څخه په تنګ راغلي یوو.
دوی همدا راز د افغان ځواکونو څخه دمننې ترڅنګ په یاده ولسوالۍ کې د د پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه.
عبدالله اڅکزی

Comments