افغان ځواکونو په کندهار او زابل ولایتونو کې ۱۱ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په میوند او پنجوايي ولسوالیو په مربوطاتو کې ۳ کړۍ ماینونه او د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۸ کړۍ ماینونه د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د وژلو په موخه ځای پرځاي کړي، چې د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ او له خونړیو چاودنو څخه مخنیوی ترسره شو.
په ورته وخت کې د کندهار او زابل ولایتونو اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د سولې او اوربند غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې له جګړې لاس واخلې او اوربند وکړئ.
عبید رادپور

Comments