افغان ځواکونو په کابل کې په اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل

comments 0

هندوکش ــ کابل: دکابل ولایت په چهارسیاب ولسوالۍ کې دملي اردو دځانګړو ځواکونو دقول اردو له لوري په ۱۰۰ اړمنو اوبېوزلو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول.
چاروااکي وايي،چې په مرسته شوو خوراکي توکو کې اوړه،بوره،غوړي،وریجې،شین چاي او ګڼ شمیر نور اړین توکي په کې شامل وو.
په پای کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو دافغان ځواکونو له مرستو څخه قدردانۍ او مننه وکړه.
عبید رادپور

Comments