افغان ځواکونو په کابل کې د انسان تښتوونې د بانډ مشر نیولی دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي،چې افغان ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د شپاړسمې حوزې په مربوطاتو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د انسان تښتوونې د یوه ګروپ مشر نیولی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې نیول شوی شخص مهرابي نومیږي او په کابل کې په سلګونو وژنو، تښتوونو او نور جنایي پېښو کې لاس درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments