افغان ځواکونو په پروان کې ۴ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیولي

comments 0

هندوکش ـ پروان: ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۴ تنو طالبانو په نیول کیدو سربیره ۲ میله کلاشینکوفونه او ګن شمیر نظامي توکي د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ورته مهال کې د پروان ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د هڅو او سرښندنو ملاتړ کړی او له افغان ځواکونو څخه یې غوښتي دي، چې د طالبانو پرضد عملیات پراخ او موخې یې شنډې کړئ.
عبید رادپور

Comments