افغان ځواکونو په هرات ولایت کې له ۳چاودنو څخه مخنیوی وکړ

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې افغان ځواکونو د هرات ولایت په انجیل، ګذره او کهسان ولسوالیو کې له ۳ چاودنو څخه مخنیوي کړی دی.
نوموړی وایي، چې وسلوالو طالبانو د یادو ولسوالیو په لویو لارو کې بمونه او ماینونه ځای پرځای کړي و،چې د سیمې خلکو په همکارۍ سره کشف او د چاودنو مخه ونیول شوه.
بل لوري دهرات ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو پر وخت اقدام څخه ستاینه وکړه او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
امیرحسین سلجوقي

Comments