افغان ځواکونو په ننګرهار کې ۲ تنه طالب وسلوال ونیول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ زاویه سیمه کې ۲ تنه طالب وسلوال له یو شمیر وسلو او مهماتو سره یوځای نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې له نیول شوو کسانو سره ځانمرګي برید لپاره چمتو شوي واسکټونه،لاسي بمونه او ګڼ شمیر نظامي توکي شامل وو.
دوی زیاتوي، چې یادو وسلوالوغوښتل په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه او ګڼ شمیر نورې ترهګریزې پیښې ترسره کړي.
په عین حال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو د هڅو او سرښندنو ستاینه کړې او په طالبانو یې غږ کړی، چې له ترهګریزو کړنو څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
فرهاد شهراني

Comments