افغان ځواکونو په ننګرهار کې دوسلو یوه زیرمه نیولې ده

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په سره ردو ولسوالۍ صنعتي پارک په سیمه کې د یولړ کشفي او ستخباراتي معلومات په اساس د وسلو او مهماتو یوه زیرمه نیولې، چې په کې بیلا بیلې وسلې، مرمۍ او چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د یادې زیرمې په نیولو سره یې په ننګرهار ولایت کې د خونړیو بریدونو څخه مخنیوی کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په دې تړاو یې تراوسه څوک نه دی نیولي خو په اړه د کشفي اواستخباراتي ادارو څېړنې روانې دي.
فرهاد شهراني

Comments