افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف کړې

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین او نازیانو ولسوالیو کې عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې د وسلو او مهماتو یوه ډیپوه کشف کړې ده.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې لوا ویاند سید بهادر وایي، چې په ترلاسه شوو توکو کې یو ماین، یو توغندی،څلور هاوانونه او یو شمیر نور چاودیدونکي توکي شامل دي.
نوموړی زیاتوي، چې د یادې ډيپوه په کشف او له منځه وړلو سره د سلګونو انسانانو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی ترسره شو.
په عین حال کې د سیمو اوسیدونکو د افغان ځواکونو له هڅو او قربانیو څخه مننه وکړه او د هر راز مرستې ژمنه یې وکړه.
فرهاد شهراني

Comments