افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې له دوه خونړیو چاودنو څخه مخنیوی ترسره کړ

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیتی چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د لوګر ولایت په مرکزپل علم او د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبلې په موخه ۲ کړۍ ماینونه ځاي پرځاي کړي و کشف او شنډ کړل.
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، که ولسونه له افغان ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي د ډیرو ترهګریزو پیښو مخه به ونیول شي.
په ورته وخت کې د لوګر ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ د دوي هڅې او قربانۍ وستایلې او مننه یې ترې وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments