افغان ځواکونو په فاریاب ولایت کې تصفیوي عملیات پیل کړي

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو دفاریاب ولایت په اندخوۍ او قرغان ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یادې ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوسلوالو له شتون څخه پاکې شوې.
د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش وايي، چې دافغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۴۵ کلي کې د وسلوالو له شتون څخه پاک شول.
په ورته مهال کې دیاد ولایت اوسیدونکو دافغان ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلي او له افغان ځواکونو څخه یې غوښتي دي، چې په یاد ولایت کې دطالبانو پر ضد پراخ عملیات په لاره واچوي.
عاطفه مصصم

Comments