افغان ځواکونو په سمنګانو ولایت کې له ۲۸۸ کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره کړه

comments 0

هندوکش – کابل: دملي اردو ځواکونو دسمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ برج حسن کلي کې له ۲۸۸ هغو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره کړې ، چې کوورنه یې دجګړې اوطبعي پیښو له امله پریښي وو.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په یادو مرستو کې اوړه،بوره،غوړي،چاي او نور اړین توکي شامل وو.
په ورته وخت کې یادې کورنۍ له افغان ځواکونو څخه دکړو مرستو دمننې ترڅنګ دنورو مرستو غوښتنه کوي.
نجیبه سروري

Comments