افغان ځواکونو په جوزجان کې ۳۵کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په خماب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو دعملیاتو په جریان کې ۱۶ کړۍ د وسایطو ضد او۱۹کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې د جوړولو کارهم پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، طالب وسلوال دې په لویو او عامه لارو کې ماینونو نه خښوي او ملکي وګړو ته دې مرګ ژوبله نه اړوي.
دوی زیاتوي،خلک نور له جګړې ستړي دي او سوله غواړي.
عاطفه مصمم

Comments