افغان ځواکونو په جوزجان کې د طالبانو د مهماتو یوه زیرمه کشف کړې

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: د افغان ځانګړو ځواکونو د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ دینار کلي کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د وسلوالو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه کشف کړې ده.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د طالبانو تبلیغاتي پاڼې او ګڼ شمیر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عاطفه مصمم

Comments