افغان ځواکونو په جوزجان ولایت کې د وسلو او مهماتو څخه ډک موټر نیولی دی

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، چې تیره ورځ د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو یو موټر، چې له مختلفو سپکو، درنو وسلو او مهماتو ډک و نیولی دی.
نوموړی زیاتوی، چې وسلوالو غوښتل یاد مهمات او وسلې د وسلوالو طالبانو د جګړې کرښو ته ورسوي،چې د افغان ځواکونو پروخت اقدام د دې توکو له انتقال څخه مخه ونیوله او یاد چاودیدونکي توکي یې ونیول.
عاطفه مصمم

Comments