افغان ځواکونو په تخار کې ۱ تن طالب وسلوال نیولی

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې د قاري نور په نوم یوتن طالب وسلوال، چې له کلونو، کلونو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله له یومیل کلاشینکوف سره یوځای نیولی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو د سولې پرځای جګړه انتخاب کړې او هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې هدفې وژنې او عامه تاسیسات ویجاړوي.
نوموړي طالب وسلوال په خپلو کړنو پېښماني ښودلې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې جګړه بس کړئ او له افغان ځواکونو سره یوځای شئ.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نجیبه سرروي

Comments