افغان ځواکونو په تخار ولایت کې ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د تخار ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه ۱۴ کړۍ بیلا بیل ماینونه کشف کړي او د خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی ترسره کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په تخار ولایت کې د افغان ځواکونو په تصفیوي علمیاتو کې سلګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړي او دوی ته یې سخته ماتې ورکړې ده.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو له هڅو او قربانیو څخه ستاینه وکړه او له افغان ځواکونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ترهګرو په وړاندې رحم مه کوئ.
نجیبه سروري

Comments