افغان ځواکونو په بغلان ولایت کې ۲ کړۍ ماینونه کشف او له چاودنو څخه یې مخنیوی وکړ

comments 0

هندوکش – بغلان: د ملي دفاع وزات له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان ځواکونو تیره ورځ د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې ۲ کړۍ ماینونه کشف کړي او له خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی ترسره کړی دی.
خبرپانه زیاتوي، چې نوموړي ماینونه د طالب وسلوالو له لوري د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو د وژنې په موخه ځای پرځای کړي و، چې د افغان امنیتي ځواکونو د انجینرۍ ټیم له خوا کشف او د طالبانو شومې موخې یې شنډې کړې.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د قربانیو او سرښندنو ستاینه کړې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې دعامه تاسیساتو له ویجاړولو او دولسي وګړو له وژنې څخه لاس واخلئ اوسوله وکړئ.
نجیبه سروري

Comments