افغان ځواکونو: هرات کې له مرمیو ډک موټر نیولی

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات پوليس په دې ولايت کې د يو ټېلر مرميو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د ياد ولايت امنيې قومندان سیدنظام‌الدین پاچا وايي، په دې ټېلر کې ۳۵ زره د ام ۱۶ مرمۍ، ۱۶۸۰۰د کلاشنکوف مرمۍ، ۸۹۰۰ ماشيندارې او ۲۳ ټنه د ښکار د ټوپک مرمۍ او يو ميل دوربين لرونکې امريکايي وسله موجود وه.
نوموړي چې نن وروسته له غرمې په يوه خبري ناسته کې وينا کوله وويل، ټاکل شوې وه دا ټېلر د هرات له صنعتي ښارګوټي نه غزني ته ولېږدول شي او هلته ترهګرو ته وسپارل شي.
ويل کېږي چې له مرميو ډک دا ټېلر له اسلام‌کلا هرات ته لېږدول شوی و؛ خو د هرات امنيې قومندان وايي چې تر اوسه معلومه نه ده دا ټېلر له کوم ځايه د هرات صنعتي ښارګوټي ته لېږدول شوی و.
د ياد ټېلر موټر چلوونکي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او اوسمهال تر څېړنو لاندې دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments