افغان ځواکونو سرپل کې د طالب وسلوالو د هدفي بریدونو مسئول نیولی

comments 0

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت امنیتي چاروا کي وايي، چې تیره ورځ افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت په مربوطاتو کې ځانګړي تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یو تن طالب وسلوال، چې په یاد ولایت کې دولتي کارکوونکي ترور کول نیولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوی وسلوال عبد الحمید نومیږي او په ساحل مشهور دی، چې د ویښو امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د کړنو اوهڅو ستاینه کړې او په طالبانو یې غږ کړی، چې د جګړې پرځای په سوله تمرکز وکړئ.
عاطفه مصمم

Comments