افغان ځواکونو د کندز خان آباد ولسوالي د طالبانو له شتونه پاکه کړه

comments 0

هندوکش ـ کندز: د ځانګړو ځواکونو قول اردو خبر پاڼه وايي، چې افغان ځواکونو د کندز خان آباد ولسوالي له وسلوالو طالبانو څخه بېرته په خپله والکه کې ونېوله.
سرچېنه وايي، چې په یاد عملیاتو کې وسلوالو طالبانو درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
قول اردو خبر پاڼه زیاتوي، چې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اوښتو سره د دوی سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ته ورغلي دي.
باید یاده شي چې افغان ځواکونو د فاریاب دولت آباد ولسوالي هم د طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اوښتو په خپله والکه کې ونیوله.
نجیبه سروري

Comments