افغان ځواکونو د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۵۴ وسلوال طالبان وژلي

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۴ ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۵۴ طالبان وژلي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په څو جلا خبر پاڼو کې راغلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د هېواد په ۴ ولایتونو کندهار، ننګرهار، زابل او فاریاب کې ۵۴ طالبان وژل شوي او همداشان د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
د سرچېنې په خبره، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي او دغه راز له یادې ډلې څخه یو شمېر سیمې هم پاکې شوې دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د افغان ځواکونو له لوري په ۸ ولایتونو کې د بهرنیو په شمول ۸۴ طالبان وژل شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments